برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ دی , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په ننګرهار او هلمند کې د متحده ایالاتو د بمباریو په اړه د طالبانو خبرداری

آریانانیوز: طالبانو یو بیان خپور کړی او ادعا یې کړې چې امریکايي ځواکونو په ننګرهار او هلمند کې د دې ډلې جنګیالیو په نښه کړي...


د طالبانو دا ادعا په داسې حال کې کیږي چې په ننګرهار کې ځایي چارواکي وايي چې د دې ولایت په بټی کوټ ولسوالۍ کې په هوایي برید کې د یوه قوماندان په ګډون د طالبانو 13 غړي وژل شوي دي.

ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا دغه برید د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا شوی دی ، خو طالبانو ویلي چې برید د امریکایی ځواکونو لخوا د دوی د جنګیالیو په وړاندې شوی دی.

په یوې اعلامیې کې ، دې ډلې د متحده ایالاتو د ځواکونو کړنې د دوحې د سولې له تړونونو څخه سرغړونه بللې، او وئیلي چې د امریکایي ځواکونو له هوکړې څخه په پرله پسې ډول سرغړونې په داسې حال کې کیږي چې امریکایي چارواکو څو ورځې وړاندې سند ته د طالبانو ژمنتیا ومنله.

طالبانو ګوته څنډلې چې که د امریکايي الوتکو بریدونه سمدلاسه ونه درول شي نو دوی به ځوابي برید وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي