برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو دګډې ناستې د ګډونوالو نومونه

آریانانیوز: په کابل کې د روسيې سفارت د معلوماتو له مخې، دغه دوه ورځنۍ ناسته چې په مسکو کې د مېشتو افغانانو ټولنې له خوا ترتيب شوې، سبا به پيل شي.


وسله والو طالبانو د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي   ددوى استازوته هم په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې چې د شېرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ به  لس کسیز  پلاوى  ګډون په کې وکړي.
د دغه کنفرانس اجنډا د افغانستان د قضيې په اړه پوهاوی، د دریځونو بیان او د کابل له ادارې ماسوا  له بېلابېلو افغان ډلو سره یوه تفاهم ته د لارې خلاصون ښودل شوې ده .
تر دې مخکې سرچينو ويلي وو چې په دغې ناسته کې ګڼ شمېر افغان سياستوالو، د سولې فعالانو او د مدني ټولنې غړو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
پرون د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې  د حامد کرزي په مشرۍ له سياسي ګوندونو، سياسي شخصيتونو او سياسي جريانونو يوه ډله د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
د دغې ډلې لیسټ چې د حامدکرزي دفتر په رسمي مکتوب د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوم استول شوى، په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى دى.
په دغه نوملړ کې اسماعيل خان، بادشاه خان ځدراڼ، شېرمحمد اخوندزاد، هوا علم نورستانۍ، مدار علي کريمي، حاجي دين محمد، شهزاده مسعود، مولوي قلم الدين، ډاکټر مشاهد، زلمى هېوادمل، حکيم مجاهد، داوود علي نجفي، عبدالکريم خرم، مولوي عبدالسلام ضعيف، انجنير يوسف پښتون،  عبدالجبار تقوا،  ضرار احمد عثماني، رنګين دادفر سپنتا او ډاکتر زلمى رسول شامل دي.
دغه راز قاضي ګلرحمن، وحيد الله شهراني، سيد طه، حضرت عمر زاخېلوال، سيد فضل الله واحدي، مولوي عبدالسلام عابد،  قطب الدين هلال، ارشاد احمدي، محبوب الرحمن داوودزى، احمدالله عليزى،  محمد زمان مزمل، محمد عزيز هلال، ريحانه ازاد، فوزيه کوفي، وکيل احمد متوکل،  شعيب وکيل احمد، سيد الرحمن حقاني، نظر محمددادمند او وحيد مژده هم د مسکو غوڼدې ته ورځي. .
پرون د ولسمشرۍ کانديد حنيف اتمرهم  ويلي و چې دى هم له نورو سياسي مشرانو سره د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
د حزب اسلامي ګوند مرستيال وياند فضل غني حقمل وويل، چې ددوى يو لوړ پوړى پلاوى د مسکو په غونډه کې ګډون کوي، خو نوموړي د پلاوي نومونه په ډاګه نه کړل.
خو يوې بلې سرچينې وويل چې د حکمتيار زوى حبيب الرحمن او ډاکتر غيرت بهير به د حزب په استازيتوب په ياده غونډه کې ګډون وکوي.
دغه راز د پير حامد ګيلاني په مشرۍ د محاذ ګوند غړي هم مسکو ته ځي او د صبغت الله مجددي زوى ډاکتر نجيب الله هم ويل کېږي په دغې ناسته کې ګډون کوي.
د جمعيت ګوند غړي او د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور هم په فيسبوک کې ليکلي، چې د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.
د اجراييه رياست پخواني دويم مرستيال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق هم په خپل فيسبوک پاڼه کې د مسکو غونډه کې د ګډون په تړاو د کرزي اعلاميه خپره کړې  ده او ويل کېږي چې نوموړى يادې غونډې ته غوښتل شوى دى.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي