برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۰ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په ماسکوکی دسولې غونډې بیانیه

آریانانیوز: د افغانستان د کړکیچ دهواری لپاره د طالبانو او د سیاسی ګوندونو د استازیو دوهمه غونډه په ماسکو کښې د بیانیې په خپریدا سره پاې ته ورسیده .



په دغه بیانیې کښې چې نن په ماسکو کښې خپره شوه په راتلونکو څو ورځو کښې په افغانستان کښې د اوربند لپاره موافقې ته هیڅ اشاره نه ده شوی .
په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی د افغانستان دسیاسی ګوندونو او دطالبانو ترمینځ په غونډې کښې چې د کابل استازیو پکښې ګډون نه درلود د پایداره سولې، د امنیت دټینګیدا لارو چارو ، د سولې او دثبات د راتلونکی او د خلکو برخلیک ته داړونده مهمو موردونو په هکله بحث وشو .
دافغانستان د جمعیت اسلامی ګونداجرایی مشر عطامحمدنور چې په دغه غونډې کښې یې ګډون کړی وو وویل طالبانو او سیاسی ګوندونو په هیواد کښې د اوربند په هکله خبرې وکړې خو په دې هکله هیڅ موافقه ونشوه

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي