برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په لوګر کې دڅلور تنو مسلحو غله نیول کیدا

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې ۴ تنه مسلح غله د طالبانو لخوا لاس په لاس نیول شوي دي.
د طالبانو په رسمي ویب پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې پرون د سه شنبې په ورځ د خوشي ولسوالۍ په «کنداب» کلي کې ۴ تنه مسلح غله د طالبانو لخوا لاس په لاس نیول شوي او دوسیه یې محکمې ته سپارل شوې ده
« پرون سهار مجاهدینو د لوګر ولایت، خوشي ولسوالۍ اړوند کنداب سیمه کې ۴ وسله وال غله چې خلک به یې لوټل لاس په لاس نیولي او شرعي محکمې ته سپارلي دي
باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په یو شمیر سیمو کې مسلح غله او اختطافګر نیولي او له محاکمې وروسته په جزا رسولي دي
د تیرې جمعې په ورځ هم طالبانو د فاریاب ولایت په قیصار او پښتونکوټ ولسوالیو کې دوه تنه غله او اختطافګر له یوکال محاکمې او تحقیق وروسته د عامو خلکو ترمخه په دار وځړول، چې له امله یې د سیمې خلکو خوښي ښکاره کړه او د طالبانو له دغه کار څخه یې هرکلی وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي