برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په قطر کې د سولې په اړه د طالبانو او امريکا بله ناسته

آریانانیوز: د افغانستان اوولس کلنې جګړې د سوله ییز حل لپاره د طالبانو او امريکا بله ناسته په قطر کې ترسره کيږي.


طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې د سولې راتلونکې ناسته به د امريکايي او طالب ډيپلوماټانو ترمنځ وي.
همدارنګه یوبل هم سرچينې ويلي، چې د سولې بله ناسته به په راتلونکو دوو ورځو کې د قطر پلازمېنې دوحه کې ترسره شي.
د دغه سرچينې په وينا په دې ناسته کې به د متحده عربي اماراتو او سعودي استازي ګډون ونه لري او يوازې طالبان او امريکايي ډيپلوماټان به يې ګډونوال وي.
د ګډ حکومت چارواکو د ابوظبۍ په ناسته کې هڅه کړې وه، چې د امريکا، پاکستان، اماراتو او سعودي په غوښتنه طالبان ورسره وګوري، خو طالبانو ورسره له ليدو انکار کړی و.
يو شمېر سرچينو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې د سولې راتلونکې ناسته به د سعودي په کوربه توب په جدې ښار کې وي، خو طالبانو دغه راپورونه بې بنسټه بللي او زياته کړې يې ده، چې د جدې ناستې کې ګډون يې د پلان برخه نه ده.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني تر دې وړاندې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره هم اړيکه نيولې وه او غوښتنه يې ترې کړې وه، چې په دغه ناسته کې طالبان د افغان پلاوي سره خبرو ته کينوي.
د سولې عالي شورا وياند احسان الله وايي، حکومت اندېښنه لري، چې حکومتي پلاوی يو ځل بيا د اماراتو د ناستې په څېر له سپکاوي سره مخ نشي او له همدې امله حکومت ټينګار کړی و،که طالبان د جدې په ناسته کې له افغان پلاوي سره نه ګوري، دوی به هم په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.
د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې طالبانو اوولس کاله د خپلو اهدافو لپاره د امريکا په مشرۍ له ټولو ايتلافيانو سره جګړه کړې او د سولې په خبرو کې هم د طالبانو شرطونه بايد ومنل شي.
د جهادي ګوندونو د چارو څارونکی لندن مېشتی فلسطینی ليکوال عبدالباري عطوان وايي، چې طالبان د سيمې له ټولو متضادو هېوادونو سره قوي اړيکې لري او ټول هېوادونه ځانونه له طالبانو سره اړيکو ته اړ بولي او د سولې په خبرو کې باید د طالبانو شرطونو ومنل شي.

شریک یي کړئ!