برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې

آریانانیوز: د قطر په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایي پلاوي تر منځ خبرې د مبارکې روژې د یوې ورځې رخصتۍ وروسته بیا پیل شوې.


له یوې ورځنۍ دمې وروسته طالب او امریکایي استازیو د سې شنبې پر ورځ( د غویی ۱۷) د شپږم پړاو خبرې بیا پیل کړې.
که څه هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه د دواړو خواوو یوه اختلافي برخه وه؛ خو اوس په دوحه کې خبرو سرچینو ویلي، چې دواړه خواوو د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته زړه ښه کړی او هوکړې ته هم نږدې شوي دي.
سیاسي شنونکی وحید مژده ویلي؛ په دې پړاو کې تمه داده، چې دواړه خواوې وروستۍ هوکړې ته ورسیږي. دمګړۍ په هوکړه لیک کې د طالبانو نومونې ته درېیمه لار لټول کیږي او دواړو خواوو د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زړه ښه کړی دی.
یو شمېر سرچینې وایي، چې په دې پړاو خبرو کې د دواړو خواوو د پوځي شتون څېرې ښکاره دي او طالب جنګیالی ملافضل، چې یو وخت په ګوانتانامو کې و په دې خبرو کې د خپل پوځي دریځ لرونکی دی؛ خو افغان حکومت، چې لدې خبرو بې خبره پاتې دی پرې نیوکې کیږي.
د افغانستان د پیوستون ګوند رییس سید اسحاق ګیلاني وایي؛ ټوله نړۍ پرته له افغان حکومته د قطر له خبرو خبره ده. له همدې کبله تر هغې، چې خپله افغانان د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه ونکړي؛ نورڅه به ګټه ونلري.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وایي، چې د افغانستان حکومت هم د خبرو لپاره د یوه پراخه پلاوي د جوړولو کار وروستی کړی ندی او اوس هم په کور دننه اجماع نده رامنځته شوې.
په هره توګه د طالبانو او امریکایانو خبرې پېنځمې ورځې ته ورسیدې؛ د دوشنبې پر ورځ په دې اړه د نړیوالې اجماع د رامنځته کولو لپاره خلیلزاد هند ته تلی و.
خلیلزاد د روژې په مبارکه میاشت کې د سولې او هوساینې غوښتونکی شوی او په خپل یو تویت کې څرګندوي، چې افغانان اوږدې جګړې ځورولي او هیله من یم، چې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یو او بل ته بښنه وکړي.
په قطر کې د طالبانو او امریکایي پلاوو تر منځ له څلور ورځنیو خبرو وروسته پرون د مبارکې روژې په رارسیدو یوه ورځ رخصتي وه.

شریک یي کړئ!