برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په قطر کې دملابرادراو آلماني مارکس پوتزیل لیدنه

آریانانیوز: د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل د چهارشنبې پر ورځ( د غویی ۱۱) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر اخند سره ولیدل .


د طالبانو د سیاسي دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د مسئلې پر سوله ییز حل، له امریکایانو سره پر روانو مذاکراتو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو ټینګار کړی، چې سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ده او د افغانستان د مسئلې حل لپاره باید له موجوده فرصتونو ګټه پورته شي.
دغه راز د آلمان هېواد ځانګړي استازي د سولې په برخه کې د خپل هېواد له مرستې او په دې اړه له مثبت رول لوبولو ډاډ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکایانو او طالبانو تر منځ د شپږم پړاو خبرې پیل شوي او طالبانو ویلي، چې د دې پړاو خبرې به هم د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د یو ډاډمن افغانستان پر شتوالی راوڅرخیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي