برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په راتلونکي وخت کې به د طالبانو سره د سولې تړون دکار پيلدا

آریانانیوز: ښاغلي داودزي نن رسما د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه خپله دنده پيل کړه او زياته يې کړه، چې د سولې لپاره به خپلې هلې ځلې نورې هم چټکې کړي او د ښې پايلې هيله يې ښکاره کړه.


د ښاغلي داودزي په وينا د تلپاتې سولې لپاره هېواد ته د بهر مېشتو افغان کډوالو راستنول اړين دي.
د سولې عالي شورا د دارلانشاء مشر وايي، له طالبانو سره سولې ته نږدې شوي او نړيواله ټولنه اوس له طالبانو سره د سولې تړون په ممکنه ميکانیزم کار کوي.
د سولې عالي شورا د دارلانشاء نوي مشر د سولې په اړه دا هيلې په داسې حال کې ښکاره کړي، چې نن درېيمه ورځ هم د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکايي ډيپلووماټانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.
طالبان وايي، چې د دغو خبرو محوري ټکی د بهرنيو پوځيانو په ويستلو بحث دی او هغه اوازې يې رد کړي، چې ګواکې طالب استازي له امريکايي ډيپلوماټانو سره په اوربند او يا سيمه‌ ييز او نړیوال ضمانت په خبرې کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي