برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په دوو میاشتو کې د حکومت او طالبانو لومړنۍ هوکړه

آریانانیوز: د امریکا او طالب استازیو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرو اترو اووم پړاو او قطر ته د بین‌الافغاني سولې خبرو اترو غونډه کې د ګډون په موخه د پخوانیو چارواکیو، جهادي او سیاسي ګوندونو استازیو، د مدني بنسټونو او رسنیو استازیو له سفر سره هم‌مهاله، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په راتلونکیو دوو میاشتو پورې به له طالبانو سه د سولې خبرو اترو لومړنۍ هوکړې ورسېږي.
د سټراټېژیکو اړیکو په چارو کې د لسمشر ستر سلاکار وحید عمر د ولسمشر د ویاند په توګه د صدیق صدیقي د پېژندنې په غونډه کې وویل، افغان حکومت د نړیوالو په مرسته ډېره هڅه کوي چې د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي او له طالبانو سره تر لومړنۍ هوکړې وروسته به له یادې ډلې سره د حکومت جدي خبرې پيل شي.
د نوموړي په وینا، افغانستان هغه مهال تلپاتې سولې ته رسېږي چې حکومت د ولس په استازولۍ په دغو خبرو اترو کې استازولي وکړي.
وحید عمر زیاتوي، د تلې پر شپږمه د ولسمشري ټاکنو کول حتمي دي او حکومت به د سولې بهیر او ټاکنې په پوره جدیت سره پر مخ یوسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي