آریانانیوز: په ورته وخت کې په یو شمیر دولتي ادارو کې د سرپرستي له دوام سره ، د پارلمان رییس دغه وضعیت ناقانونه وباله او ویې ویل چې حکومت باید اساسي قانون ته درناوی وکړي او په ادارو کې د نظارت فرهنګ پای ته ورسوي...
میر رحمان رحماني د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پر حکومت غږ وکړ چې د وزیرانو او سرپرستانوانو لپاره نوماندان د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د سرپرستانو دوامداره کار احتساب او روڼتیا تر پوښتنې لاندې راولي او فساد خپروي.
د قانون له مخې وزیران او د خپلواکو څانګو مشران باید د استازو جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړي.
د کورنیو چارو ، مالیې ، اطلاعاتو او فرهنګ ، عامې روغتیا ، پوهنې ، د ښځو چارو او کلیو پراختیا وزارتونه دا مهال د سرپرست وزیر لخوا اداره کیږي. مرکزي بانک همدا اوس د سرپرست لخوا رهبري کیږي.