برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د ولسي جرګې رییس: په خوست کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو تلفات وڅیړل شي

آریانانیوز: د ولسي جرګې رییس وايي چې په صبري خوست ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته تلفات رسیدلي او دا چې دغه پیښه باید وڅیړل شي...


میر رحمان رحماني د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل: په خوست ولایت کې د ولسي وګړو برید چې په کې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي ، دردونکی او غمجن دی.

ویل کیږي چې دغه برید درې شپې وړاندې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې شوی دی.

رحماني د ټاکنو خپلواک کمیسیون داخلي امنیت کمیسیون ته امر وکړ چې د خوست په صبري ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو ادعاوې وڅېړي.

د خوست ولایت د صبري ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې شاوخوا شل تنه وژل شوي دي.

طالبانو د ملکي تلفاتو ادعا هم کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي