برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په تېرو دوو میاشتو کې ۲۷ بهرنیان وژل شوي

آریانانیوز: طالبان وايي په تېرو دوو میاشتو کې يې ۲۷ بهرني عسکر وژلي او ۱۳ نور ټپیان کړي دي.



دوی په یوه مفصل دیاګرام کې چې په څو ژبو يې خپور کړی، لیکلي چې په یاده موده کې يې ۴۵۲۶ داخلي عسکر وژل شوي او ۲۵۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې په جون او جولای میاشت کې يې څلور سرتيري بریدونه کړي، یوه بې پیلوټه الوتکه يې غورځولې او د بهرنیانو او کورنیو عسکرو ۶۹۳ نقلیه وسایط يې ویجاړ کړي دي.
افغان حکومت یا هم بهرنیو عسکرو د طالبانو د دې معلوماتو په اړه څه نه دي ويلي.
تازه طالبانو د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د څلور بهرنیانو د وژل کېدو او یو بل د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د بګرام ولسوالۍ مسؤلینو هم ویلي چې په نصرو کلي کې د بهرنیانو ټانګ پر ماین برابر شوی او هغه پکې یوازې د یو عسکر ټپي کېدل مني، خو د پروان امنیه قومندان وايي دوی يې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي