برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په تير کال کی د ملکي اوعاموخلکود تلفاتو راپور

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی طالبانو په هیواد کې د تير ميلادي کال د ملکي تلفاتو خپور کړ چې له مخې يې ۸۷۰۷ تنو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده
د طالبانو د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون له لوري په خپاره شوي دې تقصيلي راپور کې راغلي دي چې تير کال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ټولې ۲۲۹۱ پيښې ثبت شوي دي چې ددې له جملې څخه ۲۰۷۹ پيښې د امريکايانو او دولتي ځواکونو له لوري رامنځته شوي دي او پاتې نوريې يې د داعش ډلې او ترافيکي پيښو له امله رامنځته شوې دي
د راپور له مخې په دې ۲۲۹۱ پيښو کې په ټوليزه توګه ۸۷۰۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۵۴۲۳ يې وژل شوی دي او ۳۲۸۴ يې ټپيان شوي دي چې دا په تير کال کې د ملکی تلفاتو ۹۴ سلنه جوړوي او نور شپږ سلنه يې د داعش، نامعلومو وسله والو او ترافیکي پيښو کې وژل شوي دي
همدا راز په راپور کې د امريکايي او افغان ځواکونو له لوري د شپنيو عملياتو او چاپو په لړ کې د ۱۳۰۷ تنو ملکي وګړو د زنداني کېدو خبر هم ورکړل شوی دی
د راپور د معلوماتو په اساس په ۲۰۱۹ ميلادی کال کې د ملکی تلفاتو سربيره ځينې عام المنفعه تاسيسات هم د امريکايي ځواکونو له لوري په چاودېدونکو توکو نړول شوي دي چې په کې ۱۰۲ جوماتونه په بشبړه توګه له منځه تللي، د ۱۴ جوماتونو دروزاې نړول شوي، ۱۸ بابه ښوونځي، ۲۰ روغتيايي کلينيکونه او مراکز، ۱۶۵۰ د عامو خلکو کورونه، ۱۱ ديني مدرسې، ۶۲۷ د ملکي وګړو د کورونو او دوکانونو دروازې، ۲ هوټلونه، ۲۸۱ لوی او واړه موټرونه او ګڼ شمير نور د ملکي وګړو موټرونو او توکي له منځه تللي دي چې په کې ملکي وګړو ته په ميليونونو افغانۍ مالي زيان اوښتی دی.
طالبانو په دې راپور کې ويلي دي چې «د افغانستان اسلامي امارت دسمع شکاياتو او ملکي تلفاتو دمخنیوي کمېسيون د اسلامي امارت په استازيتوب د يرغلګروټول دغه بشرضدجنايات په کلکو ټکو غندي او په ډاګه کوي چې ذکرشوي ټول بشرضد جنایات د امريکایانواو د هغوی د ملګرو لخواترسره شوي دي، یادکمېسیون پر نړیوالو بې پرې ادارو او بشري نهادونو باندي ږغ کوي، چې د دغه جنایاتو چې په بي دفاع ملکي هیوادوالو باندې ترسره کيږي کلکه پوښتنه، څیړنه اوغندنه وکړي
موږ باور لرو چې امریکایان او ملګري به يې د وحشتونو په تر سره کولو او زیاتولو سره هيڅکله هم ونه توانیږي، چې خپل شوم اهداف تر لاسه کړي، بلکې په داسي اعمالو سره له خپلې اصلي څیرې څخه پرده پورته کوي.

شریک یي کړئ!