برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ترکیه کې اشرف غنی له دوستم سره مخامخ لیدلی

د ولسي جرګې غړی او جنرال دوستم نږدې کس عبدالله قرلق وايي محمد اشرف غني په ترکیه کې له دوستم سره غږېدلی دی.


هغه ازادي راډیو ته ويلي چې د ولسمشر په اجنډا کې له دوستم سره خبرې نه وې، خو سره له بوختياو يې ورسره خبرې کړې او دوستم به په لس ورځې کې د ننه کابل ته راورسېږي.
ویسا ورځپاڼه د قرلق په حواله وايي چې ډاکټر غني له دوستم سره مخامخ لیدلي، خو ازادي راډیو وايي چې هغه ورسره تلیفوني خبرې کړې دي.
جنرال دوستم چې د خپل ګوند پر پخواني مرستیال احمد ایشچي د جنسي ځورونې او تېري له تور وروسته ترکيې ته پښې سپکې کړې، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر غني کلک ملاتړی و.
نږدې میاشت وړاندې يې زوی باتور دوستم وویل چې پلار يې څو ځلې کابل ته د راتګ هوډ کړی، خو په ارګ کې يې ځینې کړۍ د راتګ مخه نیسي.
معلومه نه ده چې ډاکټر غني به له عبدالرشید دوستم سره د کومې معاملې له مخې هوکړې ته رسېدلی وي، خو وړاندې تر دې هم ځینو شنونکو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د غني او دوستم بیا جوړېدو وړاندوینې کړې وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي