برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په بګرام کې طالبانو له امریکایانو سره ناسته کړې ده

آریانانیوز: له بګرام څخه د جمعې په ورځ الوتکه کوټې ته لاړه، کسان یې راوړل، اته ساعته په بګرام کې وو او بیا بېرته په الوتکه کې لاړل.


په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي او نړیوالې رسنۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو او لیدو کتو په باب پرلپسې خبرونه خپروي، یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پرون ویسا ته وویل چې د عیني شاهدانو په قول د جمعې په ورځ په بګرام کې د امریکایي چارواکو او کوټې شورا تر منځ خبرې ترسره شوې دي.
سرچینې وویل چې له بګرام څخه دوه ځله یوه الوتکه کوټې ته لاړه، یو ځل تشه بېرته راغله خو دویم ځل یې څو تنه راوړل چې اته ساعته د بګرام په پوځي اډه کې وو، وروسته په الوتکه کې بېرته ستانه شول.
تر اوسه بهرنۍ او یا د طالبانو سرچینو د دغه خبر په باب څه نه دي ویلي خو نړیوالې رسنۍ د امریکایي او طالب چارواکو تر منځ په دوبۍ او قطر کې د خبرو او ناستو راپورونه ورکوي.

ويسا ورځپاڼه

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي