برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په بهرنیو چارو وزارت کې قومي تصفیه

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس د ګډ حکومت اجرائیه ریاست وایي، ارګ په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو تر نامه لاندې په قومي تصفیه اخته دی
سلام وطندار د اجرائیه ریاست د ویاند «امید میثم» له خولې لیکي « په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو تر نامه لاندې د غني قومي تصفیه د پوښتنې وړ ده
اجرائیه ریاست وروسته له هغه، دا غبرګون ښيي، چې څو ورځې وړاندې «طلوع نیوز» د اسنادو په خپرولو سره څرګنده کړه، چې اشرف غني ته ټول نږدې کسان د هیواد په استازیتوب باندې په بهر کې ګمارل شوي
ددغو ګمارنو له مخې، سلیمان کاکړ د هند په حیدراباد کې د جنرال کونسل، د ولسمشر سکرتر مختار په کاناډا کې د سفیر مستشار،د هرات پخوانی والي اصف رحیمي په هالنډ کې د سفیر، د کندهار پخوانی والي همایون عزیزي په فرانسه کې د سفیر، د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مسعود عزیزي په دوبۍ کې د جنرال کونسل، عبدالهادي نجرابي په امریکا کې د افغانستان د سفیرې مرستیال، صفت رحیمي د جرمني په مونشن کې د جنرال کونسل، ظاهر اغبر په تاجکستان کې د افغانستان سفیر، ویس هدایت په کاناډا کې د افغان سفارت مستشار او سهیل هدایت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیرې مستشار په توګه ګمارل شوي
بل لور ته د اشرف غني پخوانی حقوقي سلاکار «عبدالعلي محمدي» هم د ارګ دا ګام ناسم بولي او په خبره یې، که وضعیت همداسې روان وي، خلګ به یو ځل بیا د بې عدالتیو په وړاندې ودرېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي