برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو ترمنځ د جګړې له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي

د باميانو يو شمېر اوسېدونکي وايي، په بلخاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.


د باميانو اوسېدونکي وايي، له تېرې پنجشنبې راهيسې چې په بلخاب کې جګړه پيل شوې، له بلخاب څخه د باميانو يکولنګ ولسوالۍ ته تر زرو ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دوی وايي چې د طالبانو پخپله تر منځ د جګړې دغه بې ځایه شوي کسان د یکولنګ (بند پېتاب) یوې غرنۍ سیمې ته تللي او هیڅ ډول اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د بامیانو اوسېدونکي ټینګار کوي چې دغه بې ځایه شوي کسان عاجلو مرستو ته اړتیا لري. د دوى په وينا، بېځايه شوي د ورځې په اوږدو کې د لمر د ګرمۍ او د شپې له خوا د سړې هوا له امله ځورېږي.

دوی پر ملي او نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې د بې ځایه شویو د ژغورنې لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي، که نه نو د دوی د تباه کیدو احتمال شتون لري.

د يادونې وړ ده، چې په بلخاب کې د طالبانو او د دې ډلې د ناراضه قوماندان مولوي مهدي ترمنځ جګړه د پنجشنبې په ورځ په بلخاب کې پيل شوه  خو؛ د بلخاب په ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې د جمعې له ورځې راهیسې د طالبانو له خوا پرې شوې او له څو مواردو پرته په ولسوالۍ کې د جګړې کوم خبر نه دی خپور شوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي