برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په اچین کې د سیمه ییزو پولیسو او پاڅون کوونکو تر منځ نښته

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.


ياده نښته پرون مازديګر د دې ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې چې له امله يې بازار هم د څو ساعتونو لپاره وتړل شو.
بلخوا د سيمې خلکو نن په اعتراضي ډول د دې ولسوالۍ لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
د اچين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د نوم نه خپراوي په شرط پژواک اژانس ته وويل چې پرون مازديګر شاوخوا څلور بجې د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو تر منځ جګړه کې يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د پاڅون کوونکو يو کس وژل شوى او د اچین ولسوالۍ د پولیسو د ښوونې او روزنې د امر او د سيمه ييزو پولیسو د قوماندان بلال په ګډون شپږ کسان په کې ټپیان شوي دي.
د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې چې له امله يې يو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.
دی وايي، ټپیان سيمه ييز پوليس دي او وژل شوی په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي حاجي ظاهر قدير اړوند پاڅونوال دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی که څه هم په دې اړه ډېر جزئيات نه ورکوي خو وايي، په سيمه کې جګړه شوې ده.
بلخوا د سيمې خلکو نن د دې ولسوالۍ لويه لار تړلې ده.
دوی غوښتنه کوي چې د سيمې د امنیت لپاره دې يوې ډلې ته اجازه ورکړل شي او د دوو بېلو امنیتي ډلو موجوديت د خلکو پر زيان دی.
اعتراض کوونکي شکايت کوي چې پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس تل خپلو کې جګړې کوي او زیان یې هر وخت ملکي خلکو ته رسېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي