برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, 6 آوریل , 2019 لنډ لینک :

په افغانستان کې ماشومان د ماین چاودنو اصلي قربانیان

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په افغانستان کښې د ماین پاکۍ د پیوستون او غږملتیا ادارې مشر شفیق یوسفي وویل: په ۲۰۱۸ کال کښې په دې هیواد کښې د ماینونو، د لاس د جوړو بمونو او نورو موادو د چاودنو له امله له یو زر او څلورو سوو زیات کسان وژل شوي دي چې په کښې ۵۸ فیصده ماشومان او لس فیصده یې ښځې دي.
یوسفي زیاته کړه: په افغانستان کښې له ماینونو د سیمو د پاکولو لپاره په کال کښې له ۶۰ نه تر ۷۰ میلیون ډالرو پورې بودجه په کار ده خو په تیرو وختونو کښې د دې اندازې تقریباً نیمايي بودجه دې ادارې ته ورکړی شوې ده.
په پيښو باندې د غور په چارو کښې د افغانستان د حکومت وزیر نجیب آقا فهیم هم په کابل کښې د ماین د خطرونو په هکله د خبرتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه کښې ویلي وو: په افغانستان کښې هره میاشت کابو ۱۲۰ کسان د ماینونو او پاتې چاودونکو توکو د چاودیدو له امله یا سرونه بایلي او یا معلول کیږي.
په افغانستان کښې د ترهګرو د ختمولو او د امنیت رامینځته کولو په پلمه پر دغه هیواد د امریکې د پوځي حملې څه باندې اوولس کلونه وشول خو د وروستیو احصائیو له مخې، په افغانستان کښې نه یوازې کوم امنیت او ثبات نه دی راغلی بلکې ناامني لا زیاته شوې ده.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه