آریانانیوز: ملګري ملتونه وايي په 2020 کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د تیر کال په پرتله ، 37 سلنه ډیر شوی دی...
دا خبر د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر(UNODC) په راپور کې خپور شوی.
په راپور کې راغلي ، سږکال شاوخوا 6 زره او 300 ټنه کوکنار تولید شوي دي.
د کوکنارو کښت په 2020 کې په افغانستان کې د جګړې او د کورونا ویروس د خپریدو سرسره ، په 22 والیتونو کې راپور شوی دی.
راپور کاږي چې په هلمند ولایت کې 70 سلنه کوکنار کرل شوي چې ډیری یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.