برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د امریکا د کانګرس د استازو اندېښنې

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په یوه لیک کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د افغان نجونو او ښځو په اړه د طالبانو د سختو حکمونو پر دوام خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.


د بهرنیو رسنیو د راپورونو اه مخې، په دغه لیک کې چې د دې کمېټې د مشر مایک مک کال له خوا انتونیو ګوتریش ته استول شوی او د ډیموکراټ ګوند ملاتړ لري، لیکل شوي: دغه سازمان باید د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره د دغه سازمان په دفترونو کې د افغان میرمنو له نه شتون سره خپل مخالفت ته دوام ورکړي.

په دغه لیک کې دا هم لیکل شوي چې په افغانستان کې هیڅ رژیم د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار کولو مخه نه ده نیولې.

د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې طالبانو پر افغان ښځو د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو بندیز ولګاوه.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر په لیک کې زیاته کړې، چې دغه بندیز د افغان میرمنو له اساسي حقونو څخه سرغړونه ده او په ټول افغانستان کې د بشري مرستو ډیرې اړینې هڅې له خطر سره مخامخ کوي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر په لیک کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یې استولی، راغلي چې دا پریکړه به پر افغانستان او د ملګرو ملتونو پر اعتبار تلپاتې اغیزې ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي