برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ دی , ۱۳۴۸ لنډ لینک :
د مهاجرت نړیوال سازمان سږ کال په افغانستان کې څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې دغه سازمان د روان کال له پیله تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې ۲۴۸۲ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دغې ادارې په خپله فیسبوک پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې موده کې یې د دوه زره او ۶۷ کسانو د دندو ملاتړ کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سازمان له خوا د زده کړندویۍ (کارآموزۍ) په پروګرام کې ۲۲۲۶ نور کسان هم ثبت نام شوي دي.
دغه راز په تېرو نهو مياشتو کې دغې نړيوالې موسسې له ٢٣٨ افغانانو سره د ابزارو په برابرولو کې مرسته کړې، چې ١٢٨ يې نارينه او پاتې يې ښځې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت د مهاجرت نړيوال سازمان اعلان وکړ، چې دغه سازمان په تېر يوه کال کې د هرات له زلزلې ځپلو ١٥٠٠ کورنيو ته سرپناه برابره کړې ده.