برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ته د طالبانو منفي ځواب

آریانانیوز: یوه طالب چارواکي ، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې رویټرز ته وویل چې خلیلزاد دوی ته د لنډمهاله حکومت او لوی کنفرانس لکه د بن کنفرانس وړاندیز کړی و...


هغه زیاته کړه چې خلیلزاد په وسله والو هم غږ وکړ چې د تاوتریخوالي کچه په جدي ډول راکم کړي.

د طالبانو چارواکي په دوام وویل چې خلیلزاد د ځینو نظرونو سره راغلی و ، او مهمه اجندا یې دا وه چې د بین الافغانی خبرواترو باید ژر تر ژره د پام وړ پایلې ولري.

سرچینه وایی چې طالبان د لنډمهاله حکومت په جوړولو کې ستونزه نلري ، خو په دې کې به برخه وانخلي.

د رویټرز په وینا طالبان به د تاوتریخوالي په کمولو موافقه وکړي ، خو دایمي اوربند سره موافق نه دی.

طالبانو په متحده ایالاتو غږ کړی چې پر افغان حکومت فشار راوړي چې د دې ډلې 7 زره بندیان خوشې کړي.

د طالبانو مشر همدارنګه ټینګار وکړ چې موږ باور نلرو چې په کوم هیواد کې بل کنفرانس کولی شي په افغانستان کې د جګړې ستونزه حل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي