برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کی د۲۰ نه د ډېرو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۵۰ محلونو رایې له سره شمېرل

آریانانیوز: درسندویو راپورنو له مخی د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي وایي چې له ۲۰ ډېرو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۵۰ محلونو رایې له سره شمېرل کیږي او ښایي د محلونو شمېر له دې هم زیات شي.
وړاندې ددغه کمېسیون یوه ویاند محمد رضا فیاض ویلي چې دا هغه محلونه دي چې پکې بایومټریک دستګاوې ورکې شوي، یا ډېر شکایتونه شوي او یا هم په شمېرل شویو رایو کې توپیر ډېر دی.
د فیاض په وینا تر راتلونکې دوشنبې پورې به چې د شکایتونو د څېړنې پروسه په سلو کې نږدې ۹۵ بشپړیږي، نورمحلونه هم ښایي د بیا شمېرلو لپاره په نښه شي.

شریک یي کړئ!