برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کی دکرونا ویروس اوه ولایتونو ته ورسېدل

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ وروسته له هغې چې د عامې روغتیا وزارت د هېواد په درې ولایتونو کې د ۵ نویو پخلی کړی دغه ناروغي د افغانستان ۷ ولایتونو ته ورسېده
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نوي خبر پر اساس افغانستان کې د کرونا ویروس ټوله شمېره ۲۱ تنو ته ورسېده.
د کرونا ویروس پېښې تر دې مهاله د هرات په ګډون، په لوګر، بادغیس، سمنګان، کاپيسا، بلخ او دایکندي ولایتونو کې ثبتې شوي دي
افغان حکومت وړمه ورځ د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په پار هېواد کې ټول تعلیمیي مرکزونه، (مکتبونه او پوهنتونونه، شخصي او دولتي) د حمل میاشتې تر ۳۰مې نیټې رخصت کړل
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، په کابل کې پر کرونا ویروس ۲۶۳ تنه مشکوک نیول شوي وو، مګر هغه کسان چې ازموینه یې منفي وه بیرته پریښودل شول
نوموړی زیاتوي له ګاونډي هېواد ایران څخه هره ورځ نږدې ۱۵زره کډوال راستنیږي، چې په هېواد کې د کرونا ویروس خپریدو اصلي لامل دی
بلخوا راپورونه وایي چې ایران په دغه هېواد کې له ۴۵زرو زیات کډوال په زوره له هېواده ویستلو ته اړ کړي دي
افغان حکومت تر دې دمه له ایران سره خپله پوله نه ده تړلې، په داسې حال کې چې ایران کې له کرونا ویروس څخه له ۷سوه څخه زیات کسان مړه شوي او نږدې ۱۴زره پرې اخته شوي دي
په افغانستان کې زیاتره خلک په دې باوري دي چې کرونا ویروس هیڅ زیان نشي وررسولی، خو لږ یې دې ناروغۍ ته قایل دي. د روغتیا چارو کارپوهان وایي چې دغه بې پروایي هم ددې ویروس د خپریدو لامل کیدلی شي.

شریک یي کړئ!