برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پنځه لس نور حکومتي بندیان دطالبانولخوا خوشې شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دا ۱۵ بندیان دولس مه ډله ده چې د طالبانو لخوا خوشې کېږي او تردې وړاندې په۱۱ پړاونو کې د دوی لخوا ۲۶۱ حکومتي بندیان په کندهار، لغمان، کندوز، هرات، بادغیس او فاریاب کې ازاد شوي دي
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د امنیت شورا وویل، طالبانو تراوسه ۱۷۱ بندیان خوشې کړي دي چې یوازې ۱۰۵ تنه په کې عسکر او پاتې نور یې ملکیان دي
حکومتي لوری ادعا کوي چې دوی په ۱۲ پړاونوکې زر تنه طالبان ازاد کړي دي چې طالبانو یې باید په مقابل کې ۲۰۰ حکومتی بندیان خوشې کړي وای، خو تراوسه دا کار نه دی شوی
د امنیت شورا ګواښ کړی دی که طالبان د بندیانوخوشې کولو لړۍ چټکه نه کړي نو دوی به هم دا لړۍ ودروي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي