برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پنځه لس افغان سرتېري خوشي شول

آریانانیوز: د سسیمه ییز چارواکي وايي چې طالبانو ۱۵ بندي افغان سرتېري خوشي کړي دي.



د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دغه سرتېري د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره د نښتې پر مهال طالبانو نیولي وو.
نوموړي په دې اړه نور جزيیات نه دي ورکړي.
خو طالبانو په هرات کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې ډلې د نظامي شورا د پرېکړې په اساس یې د مهربانۍ او شفقت په خاطر ۳۵ بندي نظامیان خوشي کړي دي.
یادې ډلې په یو نوملړ کې د ټولو خوشي شوو بندي سرتېرو نومونه خپاره کړي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو دغه سرتېري په داسې حال کې کې خوشي کړي چې همدا اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

شریک یي کړئ!