برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پنځه زره امریکایي نیواکګروپوځیانوپه څلور نیمو میاشتو کې له افغانستان څخه وځی

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په دوحه کې د طالبانو او امریکایي لوري د مذاکراتو له دوام سره هم مهاله، د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د دواړو لورو تر منځ په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکوي او په خبره يې، د دواړه ډلو له لوري دا مهال د توافقنامې د لاسلیک په مراسمو او ځای باندې خبرې روانې دي
مجاهد دغه څرګندونې له «بلومبرګ» پاڼې سره په خپله مرکه کې کړې، نوموړي ویلي « له توافق وروسته به امریکا یوازې د ډيپلوماټیکو اړیکو لپاره په کابل کې سفارت ولري، ددوی ټول نظامي ځواکونه به له افغانستان څخه وځي او د توافقنامې له مخې به په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې ۵۰۰۰ امریکایي عسکر افغانستان پرېږدي او نور به په تجریدي توګه سره وزي.
د نوموړي په خبره، دا مهال مذاکرات ښه روان دي او په خبرو کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان «جنرال مېلر» هم حضور لري
مجاهد ددې تر څنګ یاده کړې، چې د امریکا د ولسمشر له لوري د خبرو درېدو ددوی په شرطونو او دريځ کې هيڅ تغیر ندی راوستلی.
د طالبانو او امریکا کابو یو کلن مذاکرات، چې دا مهال په دوحه کې روان دي، د طالب ویاندویانو او سرچینو له قوله، د پرمختګ په حال کې دي او دواړه لوري د توافق لاسلیک کولو ته نږدې کېږي.4
د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» ویلي وو، په مذاکراتو کې د بحث لپاره ډېر څه نه دي پاتې او دا مهال د توافقنامې د لاسلیک په مراسمو خبرې کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي