برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پر افغان ولس د امریکا فشارونه زیاتیږي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال پر طالبانو د فشار د زیاتولو لپاره د یوې نړیوالې تماسیزې ډلې د جوړولو غوښتنه وکړه.


په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ د امنیت شورا پر غړو غږ کړی چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره په ګډه کار وکړي تر څو دوی خپله طریقه بدله کړی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال زیاته کړه، چې د افغانستان د نړیوالو ژمنو د عملي کېدو د تضمین لپاره اړینه ده، چې د تماس ډله جوړه شي او د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شي.

ووډ په داسی حال افغانستان کې پر لوږې او اقتصادي وضعیت نیوکه کوي، چې له هغه راهیسې چې طالبان واک ته ورسېد، واشنګټن د افغانستان ټولې بهرنۍ اسعارې شتمنۍ کنګل کړې او پر دغه هېواد یې اقتصادي او بانکي بندیزونه لګولي دي.

تېره چهارشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د علني راپورونو د وړاندې کولو په موخه غونډه وکړه، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د ښځو پر حقونو تمرکز درلود.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي