برخه -څانګه : afghanistan, note, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پرامنیتي ځواکونو هیڅ برید نه کوی

آریانانیوز: په داسې یو حالت کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی او جګړه هره ورځ د لسګونو کسانو ژوند اخلي، افغانانو د جګړې له ښکېلو غاړو تمه درلوده چې لږ تر لږه د اختر په ورځو کې ډزبندیز اعلان کړي څو له یوې افغان امنیتي ځواکونه او طالبان یو بل ته د سولې او امن سیګنال ورکړي او له بل لوري د اختر مبارکې ورځې په عام ولس او ښکېلو غاړو پرته له کومې ویرې او ډار تېرې شي.
د جګړې د یوه اړخ په حیث طالبانو که څه هم په رسمي ډول اوربند اعلان نه کړ خو؛ شنونکو د طالبانو تېر ته په کتو باور درلود چې؛ طالبان به د اختر په ورځو کې له رسمي اعلان پرته اوربند کوي او افغان امنیتي ځواکونو ته به په دې ورځو کې هیڅ ډول تلفات نه اړوي.
د شنونکو د ادعاوو او د طالبانو رسمي پاڼې ته په کتو درک کېږي چې، طالبانو رښتیا هم په یادو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو په هستو هیڅ برید نه دی ترسره کړي او نه هم په دې اړه کوم خبر ورکول شوی.
د ذبیح الله مجاهد ټویټر چې، د طالبانو د بریدونو تر ټولو مؤثقه او چټکه سرچینه ده، د تېر په خلاف په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې په افغان امنیتي ځواکونو د برید هیڅ خبر له ځانه سره نلري او یوازې د بګرام په هوايي اډه باندې د توغندیز برید راپور ورباندې خپور شوی.
بل لور ته افغان امنیتي ځواکونو د امریکايي عسکرو په ملتیا د اختر لومړۍ ورځې هم د عام ولس په منځ کې په عملیاتو تېرې کړې چې په پایله کې یې لسګونه کسان وژل شوي او کورنۍ یې د ویر په ټغر ناستې دي.
همدا تېره ورځ د غزني ولایت په ګېرو ولسوالۍ، د پکتیکا ولایت په چاربران ولسوالۍ او د میدان وردګو او خوست په ولایت په ګڼو سیمو باندې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې تر شلو زیات ملکي وګړي وژل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي