برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

پدرام: طالبان دې د فدرالي حکومت پر جوړولو فکر وکړي

آریانانیوز: د افغانستان د ملي کانګرس ګوند مشر پر طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې فدرالي نظام رامنځته کړي.


پدرام په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: موږ پر طالبانو غږ کوو چې له اوس څخه د فدرالي حکومت پر جوړولو فکر وکړي او دا ومني.

د پدرام دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل په افغانستان کې د فدرالي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د ملي کانګرس ګوند مشر په وار وار ټینګار کړی چې د فدرالي حکومت جوړول د افغانستان د اوسني بحران یوازینۍ حل لاره ده.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي