برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان په ننګرهار کې خپله قونسلګري وتړل

آریانانیوز: پاکستان په ننګرهار کې خپله قونسلګري تړلې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.


په کابل کې د پاکستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دوی دا قونسلګري د ننګرهار د والي د مداخلې له امله تړلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي د ننګرهار والي حیات الله حیات د قونسلګري په چارو کې مداخله کوله، چې دوی يې هم دروازه را وتړله.
له دې قونسلګرۍ نه په ورځني ډول لسګونو کسانو پېښور او پاکستان ته د سفر چارې رسمي کولې، چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار ځايي چارواکو او په پاکستان کې د افغان سفارت مسؤلینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د پاکستان له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې د مداخلې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو له څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې د کلدارو د چلند پر ضد اقدامات ګړندي شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي