برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۲ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره اقدام کوو

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي، موږ په افغانستان کې دننه د سخت دریځو ډلو د ځپلو لپاره کلک هوډ لرو.


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وايي، په افغانستان کې د ترهګرو شتون د پاکستان پر امنیت منفي اغېز کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې دننه د سخت دریځو او بنسټپالو ډلو د ځپلو لپاره کلک هوډ لري.

دغه پاکستاني جنرال ویلي چې د سرحدونو د امنیت لپاره باید هڅې وشي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په دغه هیواد کښې په ترهګرو حملو کښې د افغانانو د لاس لرلو او دغه راز په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو په هکله د پاکستاني چارواکو څرګندونې رد کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي