برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ځپلو غوښتنه وکړه

د پاکستان لومړي وزیر له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ځپلو لپاره له ټولو لارو کار واخلي.


د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې میشت هغه پاکستاني اتباع چې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري هغوی ته وسپاري.

کاکړ، چې په یوه خبري کنفرانس کې یې خبرې کولې، د افغانستان له سرپرست حکومت څخه هم وغوښتل، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ځپلو لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

په داسې حال کې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د ترورېستي بريدونو د ډېرېدو خبره ردوي، د طالبانو د وياند مرستيال وايي چې د پاکستان داخلي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي