برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان پر طالبانو د پام وړ اغېز نه لري

آریانانیوز: پاکستان مېشتی خبریال او څېړونکی رحیم الله یوسف‌زی وايي پاکستان پر طالبانو هغومره اغېز نه لري، لکه امریکا او افغان ‏حکومت چې يې تمه لري‎. ‎


هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستان نه شي کولی، طالبانن داسې پرېکړې ته مجبور کړي، چې د هغوی پر زیان ‏وي‎. ‎
یوسف‌زی وویل: «د دوی ځينې مشران په پاکستان کې دي، ځينې يې په ایران کې دي، ځینې په افغانستان کې دي، ځينې يې په ‏قطر کې دي، نو که پر دوی د پاکستان فشار راشي، دا به دومره فشار نه وي، چې دوی مجبوره شي او داسې فیصله وکړي، چې ‏په ګټه يې نه وي‎.»‎
هغه دا څرګندونې پاکستان د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په تړاو وکړي‎. ‎
پمپیو د پاکستان سفر ګټور بللی او د هغه ویاند ويلي، چې طالبان باید د سولې له فرصته ګټه واخلي‎. ‎
په وینا يې پمپیو پر دې باور لري چې دا جګړه پر جګړه نه حلېږي او د سیاسي حل په هڅه کې دی‎. ‎
طالبان سره له دې چې د خپلو سیاسي اړیکو لپاره په قطر کې خپل رسمي دفتر یوازینی ادرس بولي، خو افغان چارواکي له نږدې ‏یوې لسیزې راهیسې له پاکستانه د سولې تمه کوي، چې د شنونکو په باور په لوی لاس پر سوله‌ییز باور ذهنونه ګډوډوي‎.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي