برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ مهر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پاکستاني چارواکي د بین الافغاني خبرو د ناکامۍ خبرداری ورکوي

آریانانیوز: په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر ګوته څنډي چې د بین الافغانی خبرې د ناکامۍ په لور روانې دي...


په واشنګټن کې د پاکستان پخوانۍ سفیر حسین حقاني وویل ، اسلام آباد او طالبان د سولې موافقې ته رسیدو په پرتله له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې زیاته علاقه لري او خبرداری یې ورکړ چې د بین الافغانی خبرې اترې د ناکامۍ په لور روانې دي.

هغه زیاته کړه: زه د خبرو پایلو ته خوشبین نه یم. متحده ایالاتو لا دمخه دا امتیازات ورکړي او طالبان پوهیږي چې امریکایان د افغانستان پریښودو ته لیواله دي.

حقاني د انګلیس د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو او دفاعي کمیټو مخې ته وویل: طالبان د بهرني سرتیرو د ایستلو او د اسلامي امارت د بیارغونې لپاره په خبرو بوخت دي.

د پاکستان د حکومت پخواني چارواکي یادونه کړې چې ډونالډ ټرمپ له پایلو په پام کې نیولو پرته له افغانستان څخه د سرتیرو وتل غوښتنه کوي او دا چې ممکن طالبان به وروسته له هغه بیرته واک ته د راستنولو هڅه وکړي.

هغه دا ادعا هم وکړه چې اسلام آباد د متحده ایالاتو او غربي حکومتونو څخه ژمنتیا غواړي ترڅو راتلونکي افغان حکومت (احتمال د طالبانو په مشرۍ) سره اقتصادي مرسته وکړي.
 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي