برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, security, social
د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ حوت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
د هندي خپرونې ایندیا راپور ورکړی چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، وروسته له هغې چې د اوکراین د معدني زېرمو په ترلاسه کولو کې پاتې راغی، یو ځل بیا یې د افغانستان پر غني کانونو سترګې ښخې کړي دي. د راپور له مخې، په افغانستان کې د چین د نفوذ زیاتوالی کولی شي امریکا ته بېرته دغه هېواد ته د ستنېدو پلمه چمتو کړي.
ایندیا لیکي چې ټرمپ په خپلې وروستۍ خبرې کې له د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره، ونه توانېد چې هغه اقتصادي امتیازات ترلاسه کړي چې غوښتل یې. دا ناکامي نه یوازې د اوکراین د سولې خبرې اغېزمنې کړې، بلکې د ټرمپ د هڅو مخه یې هم ونیوله، چې غوښتل یې د اوکراین د معدني سرچینو له لارې د جګړې لګښتونه تأمین کړي.
د راپور له مخې، امریکا په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان له پخواني حکومت سره د یو تریلیون ډالرو کانونو تړون لاسلیک کړی و، خو کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، دا تړون لغوه شو.
ایندیا زیاتوي چې ټرمپ د افغانستان د نایابه معدني زیرمو اهمیت درک کړی او غواړي د چین اقتصادي برلاسي مخه ونیسي. په تېرو کلونو کې، چین توانیدلی چې په افغانستان کې خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د لیتیم، مسو او نورو مهمو معدني موادو په برخه کې ستراتیژیکې پانګونې وکړي.
د راپور له مخې، ټرمپ غواړي د افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره یوه توجیه رامنځته کړي، او په دې هېواد کې د چین د حضور زیاتوالی، د واشنګټن د نوې پالیسۍ لپاره یو مناسب دلیل کېدای شي.
د افغانستان د کانونو ستراتیژیک اهمیت ته په کتو، تمه کیږي چې دا هېواد به یو ځل بیا د امریکا، چین او روسیې په څېر د سترو قدرتونو د سیالۍ ډګر شي. خو د طالبانو پالیسۍ او د سیمې امنیتي وضعیت به د دې سرچینو د برخلیک اساسي ټاکونکی وي.