برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ټرمپ دې له هوش څخه کار واخلي

آریانانیوز: وروسته له هغه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل او ګواښ یې وکړ، په دې ډله به نظامي فشار زیاتوي؛ طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، ټرمپ دې له هوش څخه کار واخلي او له خپلو مشاورینو دې وپوښتي، چې له کوم ډول ملت سره په جګړه کې مخ دی
دغه څرګندونې د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي، نوموړي ویلي «ټرمپ باید له هوشه کار واخلي، دی لا هم نه دی پوه چې له څه ډول ملت سره په جګړه ده، مشاورین یې باید پوه کړي او دامپراطوریو هدیره افغانستان ورته معرفي کړي. په اتلسو کالوکې امریکا هر ډول وحشت تجربه کړ، زموږ مقاومت نورهم پیاوړی شو، خو امریکايي جنرالان اوجنګي ستراتيژۍ پرلپسې ناکامه شوې
طالبان وروسته له هغه ټرمپ ته د هوش توصیه کوي، چې نوموړي تېره ورځ د سپتمبر د ۱۱ مې په مناسبت په یوه ناسته کې د خبرو په مهال وویل، طالبان به تر بل هر وخت زیات تر نظامي فشار لاندې ونیسي او هر هغه ځای به یې وڅاري، چېرې چې هغوی شتون لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي