برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټاکنيز اهداف په نښه کوو

آریانانیوز: طالبانو د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې د لويديځ او امريکا دسيسه بللې ده او ويلي يې دي چې دوی به ټاکنيز اهداف په نښه کوي.


طالبانو په يوه خپره شوې اعلاميه کې د ولسي جرګې ټاکنې د امريکايانو دسيسه بللې ده او په ولس او نوماندانو يې غږ کړی دی چې له دغې پروسې څخه لرې اوسي او ټاکنيز اهداف به د دوی له لوري په نښه کيږي.
طالبانو ويلي دي چې افغانستان د امريکايي اشغال لاندې دی او په ټول هيواد کې عام وژنې او په ولسي خلکو بمبارونه روان دي او ترڅنګ يې د بليک واټر په نامه ځانګړې ډلې ته د افغانستان د جګړې د سپارلو خبرې هم کيږي، چې د همدغو دسيسو او موخو ته د رسېدو له پاره امريکايان غواړي چې د ولس ذهن له دې لوري واړوي او په ټاکنو يې بوخت کړي.
اعلاميه زياتوي چې په تيرو ۱۷ کلونو کې څو ځله د ټاکنو په نامه پروسې ترسره شوي دي خو د افغانستان له پاره يې کومه ګټه نه ده کړې.
طالبان وايي چې د هيواد تر نيمايي زياته برخه د دوی په لاس کې ده او د ټاکنو پروسه به هم يوازې د دولتي ودانيو او ولايتي مرکزونو په ښارواليو کې پلي شي او هغه ټاکنې به هم د دې تضمين ورنه شي کړای چې شفافې او عادلانه دي وي او دغه پروسه به د درغلۍ، قومي تعصباتو د رايو د پلور او پیر او نورو ددسيسو له امله ناکامه او رسوا وي.
طالبانو په ولسي خلکو غږ کړی دی چې ددغې امريکايي پروسې څخه لرې اوسي او په وينا يې د يرغلګرو د موخو له پاره استعمال نشي، له ټاکنو سره پريکون وکړي او برخه په کې وانخلي.
همداراز طالبانو په نوماندانو باندې هم غږ کړی دی چې اوس هم وخت شته دی او تاسو تر اوسه پورې د غلامۍ حلقې ته نه يئ داخل شوي او ستاسو بریا به د امریکايانو په ګټه وي او هغوی به خپلې نمايشې پروسې په تاسو کاميابوي، نو د خپل افغاني احساس له مخې له دغو ټاکنو څخه لاس په سر شئ.
په اعلاميه کې طالبانو خپلو وسله والو باندې غږ کړی دی چې د ولسي وګړو ژوند ته د جدي پاملرنې ترڅنګ بايد ټول ټاکنيز اهداف په نښه کړي او د امریکا دغه دسيسه ناکامه او خنډونه ورته جوړ کړي.
طالبانو ويلي دي چې د افغانستان روان وضعیت د ټاکنو او نورو پروسو نه حل کيږي مګر د هيواد د ستونزو اساسي حل له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو له وتلو پورې اړه لري او بايد چې بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان ملت پريږدي چې خپل سرنوشت خپله وټاکي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي