برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټاکنو کې ۲۰ مشاورین زموږ دي

آریانانیوز: د ټاکنو په اړه د طالبانو تر ګواښ وروسته د امریکا سفیر په غبرګون کې ويلي، چې ټاکنې په دوی پورې اړه نه لري، یوازې شل ‏سلاکاران پکې لري. ‏


جان باس پر ټاکنو برید پر «افغانانو» برید بللی او دعوه يې کړې چې دا یوه «ملي» پروسه ده. ‏
د امریکا سفیر ویلي، ټاکنې د دوی په لومړیتوبونو کې راځي او د خوندیتوب لپاره به يې هڅې وکړي. ‏
طالبانو تېره ورځ پر افغان ولس غږ وکړ، چې ټاکنیز مرکزونه د دوی لپاره نظامي اهداف دي او هڅه دې وکړي چې ترې لرې ‏واوسي. ‏
د کورنیو چارو وزارت هم د طالبانو دې ګواښ ته غبرګون ښوودلی او ويلي يې دي، د ټاکنیزې پروسې د خوندیتوب لپاره يې ۵۴زره ‏عسکر ګمارلي دي. ‏
د امریکا سفیر مني چې په ټاکنیزه پروسه کې خپل شل سلاکاران لري، خو د دې تر څنګ دعوه کوي چې په ټاکنو کې به افغانان ‏‏«پخپله خپل برخلیک ټاکي.»‏
دا په داسې حال کې دی چې تازه د دادرس مدني ټولنې له لوري یوازې پلازمېنه کابل کې ترسره شوې سروې ښيي، چې ۶۰سلنه ‏خلک پر ټاکنو باور نه لري او ۴۰ سلنه نور مشکوک دي.‏

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي