برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټاکنو کميسیون د حکمتیار څرګندونو پر وړاندې غبرګون

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او وایي، که حکمتیار د نوم لیکنې خیالي شمېرو په اړه اسناد لري، د شکایتونو له کميسیون سره دې شریک کړي.


تېره ورځ د افغانستان حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي و چې د ټاکنو کميسیون له لوري وړاندې شوې شمېرې چې ګواکې اته میلیونو او ۶۰۰ زرو کسانو په ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده، حقیقت نه لري؛ خو د خلکو او سیاسي ګوندونو معلومات ښيي چې اعظمي شمېرې درې میلیونه او ۶۰۰ تنه دي او پنځه میلیونه یې دروغ دي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي، پرون د خبري ناستې پرمهال د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې کومې شمېرې او موضوع وړاندې کوي، په وړاندې یې مسوول دی.
ده زياته کړه: ((ګوندونه باید خپلې څرګندونې د کره معلوماتو پر بنسټ وړاندې کړي؛ ښایي د ولس په ګټه وي، موږ چې کومې شمېرې وړاندې کړي، د هر سټیکر په وړاندې ځواب ویونکي یو، زموږ هیڅ سټیکر په بازار کې نه دی پلورل شوی، که د پلور ادعا کوي، نو سند دې وړاندې کړي.))
نوموړي، سیاسي ګوندونو ته په خطاب کې وویل، که د ټاکنو پروسه کې د تېروتنې او اشتباه په اړه اسناد په واک کې لري، د ټاکنیزو شکایتونو له کميسیون سره دې شریک کړي، څو ورته لاسرسی وشي.
هاشمي زیاته کړه، له ټاکنو ترسره کېدو پرته، بل انتخاب نشته اوهڅه کېږي چې ټاکنې رڼې، عادلانه، سرتاسري، له درغلیو پاکې او په ټاکلې نېټه (د روان کال د تلې په ۲۸مه) ترسره شي.
د ټاکنو کميسیون دې چارواکي وویل چې د ټاکنو ترسره کول ملي بهیر او د خلکو غوښتنه ده او ګوندونه باید د خلکو غوښتنو ته درناوي وکړي، د ستونزو جوړولو پرځای دې خپل څارنیز رول پیاوړی کړي، څو بهیر په شفاف ډول پرمخ ولاړ شي؛ ځکه چې د ټاکنو له ترسره کولو پرته بل غوراوی نشته.
نوموړي د ګوندونو او سیاسي ایتلافونو غوښتنې په تړاو چې د ټاکنیز نظام بدلون او د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر باطل اعلانول دي، وویل: ((ګوندونه دې موږ په سیاسي مسایلو کې نه ښکېلوي، هیله ده د دې ستونزې هواري لپاره د حکومت او سیاسیونو ترمنځ د حل لار وموندل شي څو ملي بهیر ته زیان وا نه وړي.))
د هغه په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازه شپه او ورځ د هغو ګوندونو لپاره چې اعتبارنامه لري، پرانیستې ده او کولی شي د کمېسیون له چارو څخه څارنه وکړي.
نوموړي همداراز وویل چې د سیاسي ګوندونو او خلکو له همکارۍ پرته د ټاکنو ترسره کول، ناشوني دي.
هغه وړاندې وويل: ((د حکومت له مشرانو په جدې ډول یوه غوښتنه لرو چې د ټاکنو کميسیون د دارالانشاء رییس ډېر ژر معرفي کړي، ځکه چې د دارالانشاء مشر نه موجودیت یوه تشه او نیمګړتیا ده، د دارالانشاء له رئیس پرته ملي پروسې ته زیان رسېږي.))
خو ولسمشرۍ ويلي، هڅه کېږي چې ډېر ژر یو تن د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء د رئیس په توګه معرفي شي چې د پروګرامونو د مدیریت لوړ ظرفیت ولري، څو د ټاکنو پر بهیر د خلکو باور ډېر شي.

شریک یي کړئ!