برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

يوه مياشت کې د دولت ۸۲۰ کارمندانو دندې پريښي

آریانانیوز: طالبان وايي چې په تيره يوه مياشت کې د دولت ۸۲۰ کارمندان له خپلو دندو څخه لاس په سر شوي دي او خپل عام ژوند يې پيل کړی دی.


طالبانو په يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې د دعوت ارشاد، جلب او جذب کميسيون په هڅو د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د دولت د امنيتي ځواکونو د بيلابيلو برخو امنيتي مسؤلين چې په کې د ملي اردو سرتيرې، پوليس، اربکيان او نور دولتي کارمندان وو، اوس يې له خپلو دندو لاس اخيستی دی او عام ژوند يې پيل کړی دی.
په خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې دغو کارمندانو له ځان سره ۸۵ ميله بېلا بيلې وسلې، مخابرې او نور مهمات طالبانو ته وسپارل.
په خبرپاڼه کې د هغو ټولو له دندو لاس په سر شويو چې د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کې په دندو ګمارل شوي وو د نومونو بشپړليست او د د دندو د پرېښودو نېټې هم خپرې کړې دې.
طالبانو ويلي دي چې دغو عسکرو ورسره وعده کړې ده چې بيا به د دولت ليکو او خارجي عسکرو ملاتړ ته نه ورځي او له طالبانو سره به همکاري کوي.
د طالبانو د دعوت ارشاد، جلب او جذب کميسيون هغه ارګان دی چې غواړي خلک د دعوت او خبرو اترو په هڅو د دولت له ليکو راوباسي او د عادي ژوند کولو سپارښتنه ورته کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي