برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولیس پخپل سر پر کورونو چاپې اچوي

د پروان ځايي چارواکي وايي پولیس يې پخپل سر د خلکو په کورنو چاپې اچوي.



سلام وطندار د پروان د يوې امنیتي سرچينې په حواله چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، ويلي پولیس له همغږۍ پرته عملیات ترسره کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې تېره ورځ د پروان سلګونو اوسېدونکو د حکومت پر ضد لاریون وکړ او عسکر يې د ولسي وګړو پر وژلو ملامت کړل.
د پروان چارواکي هم مني چې تېره شپه د ۲۲۲ قطعې پولیسو پخپل سر د بګرام په رباط کلي کې چاپه اچولې، یوه مېرمن او دوه ځوانان يې وژلي او دوه نور يې له ځان سره وړي دي.
د وړل شويو ځوانانو پلارم میرملک وايي زامنو يې متین او بختیار په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه او هیڅ ډول اړیکه يې له چا سره نه درلوده.
دوی د څو ساعتونو لپاره د شمال – کابل لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه، چې وروسته د ولایتي شورا مشر غلام بهاءالدین جیلاني د دولت په استازیتوب لاریون کوونکو ته ډاد ورکړ، چې پولیس نیول شوي او زنداني شوي ځوانان به ژر ور خوشي شي.
په ورته وخت کې د پکتیکا اوسېدونکو هم له پولیسو شکایت کړی او ويلي يې دي، په ګیان، برمل او سروبي ولسوالۍ کې پولیس د جلغوزو شنې ونې وهي او د سون توکو کار ځينې اخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي