برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسي جرګه له حکومته د بهرنیانو د خپلسریو مخنیوی غواړي

آریانانیوز: په کندوز کې د بهرنیانو او افغان ځواکونو له لوري په هوايي برید کې د لسګونو ملکي وګړو وژنه د ولسي جرګې د نننۍ غونډې برخه هم شوه.


د ولسي جرګې غړو پر حکومت غږ وکړ، چې د عملیاتو پر وخت دقت ته پام وکړي او حتی د بهرنیانو د خپلسریو جدي مخه دې ونیسي.
وړمه ورځ د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د داخلي عسکرو په ملتیا په هوايي برید کې نږدې ۳۰ تنه چې ۱۴ يې د یوې کورنۍ و، ووژل، چې توند غبرګونونه يې راوپارول.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د کندوز د خلکو استازي کمال ساپي وویل، چې بهرنیان په لوی لاس د جګړې دوام غواړي او د خلکو راپارولو لپاره پلان شوې بمبارۍ کوي.
ساپي وویل دا بمباري د یو منظم پلان له مخې شوې ده او بهرنیان غواړي په لوی لاس د ولس او حکومت تر منځ فاصله پراخه کړي او عام خلک د ټوپک اخیستو ته اړ کړي.
د جرګې بل غړي عبدالرحیم ایوبي دا وحشي کړنې وبللې او پر دې سربېره يې په پکتیا، لوګر او ننګرهار کې هم شوي جنایات د دې وحشتونو لړۍ یادې کړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل حکومت باید له ناټو سره جدي وغږېږي چې خپلو عملیاتو ته پام وکړي.
د چهاردرې ولسوال زلمي فاروقي د پېښې پر وخت وویل، دا عملیات بهرنیانو پخپل سر کړي او له دوی سره هیڅ ډول همغږي موجوده نه وه، خو په کندوز کې د کمانډو ځواکونو رییس ارکان یوسف الدین عزیز مني چې بمبار د دوی په ملګرتیا شوی او په وینا يې دا بمبار د پیل شویو عملیاتو برخه دي.
عزیز د پېښې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په بمبار کې ولسي وګړي نه؛ بلکې طالبان په نښه شوي دي.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې د کندوز دشت ارچي هم یو د خونړي بمبار شاهده وه، چې پکې د لسګونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ!