برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

ولسمشر غني په قطر کې د افغانستان د سفیر مړي ته درناوي وکړ

آریانانیوز: د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په قطر کې د افغانستان د مخکېني سفیر انجنیر عبدالحکیم دلیلي جنازې ته چې په پلازمېنه دوحه کې وفات شوی و، درناوی وکړ...


د ارګ په وینا ، جمهور رئیس غني په شهید محمد داوودخان روغتون کې د ارواښاد انجنیر عبدالحکیم دلیلي اروا ته د دعا او د هغه کورنۍ، د غزني ولسونو او ټولو هیوادوالوسره د غمشریکۍ پرمهال وویل، ټولو ته تسل وایم، نن موږ هغه توانمند، پوه، ژمن او محب وطن له لاسه ورکړی چې زموږ ټولو ویاړ و، فردوس جنت یې نصیب شه.

جمهوررئیس وویل، ارواښاد دلیلي د هیواد صدیق بچی، پانګه او له هغو ځوانانو څخه و چې په عربي نړۍ کې یې ځانګړې پوهه پیدا او په قطر پوهنتون کې یې لومړۍ درجه لرله. د اسلامي پوهې او د اسلامي فرهنګ او قطر په اړه د ګټورو معلوماتو له امله یې په دوه اړخیزو اړیکو مثبت اغېز درلود.

د هیواد جمهوررئیس وویل، ښاغلي دلیلي په قطر کې د افغانستان د ملي ګټو او سولې په برخه کې ښه استازیتوب وکړ. د قطر شاهي دولت د پلاوي د ګډون مننه کوم چې د ارواښاد دلیلي جنازې سره یې تر دې ځایه ملتیا کړې.

ورپسې د ارواښاد عبدالحکیم دلیلي د کورنۍ په استازیتوب قاضي رازمحمد دلیلي د جمهور رئیس غني، د قطر هیواد د استازي او ټولو له خواشیني او غمشریکۍ څخه په مننې وویل، کوم اعتماد چې تاسو ورباندې کړی و، په صداقت او ایماندارۍ یې ترسره کړ او د سولې په برخه کې یې هم ډېر کوښښونه وکړل چې ټول یې له خدمتونو څخه خوښ دي.

وروسته جمهور رئیس غني تر ټاکلي ځای پورې د ارواښاد انجنیر عبدالحکیم دلیلي د جنازې د لېږد مراسمو کې چې د هیواد په درې رنګه بیرغ کې پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي