برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسمشر غني د ګردېز د اهل تشیع پر یوه مسجد باندي دبرید پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

آریانانیوز: ولسمشر اشرف غني پرون ماښام په شهید محمد داوود خان روغتون کې په ګردېز ښار کې پر خواجه حسن جامع جومات د ترهګریز برید د ټپیانو پوښتنه وکړه.


له ارګه د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ټپیانو د پوښتنې پر مهال د یاد روغتون معالجو ډاکترانو د بستري ټپیانو د روغتیايي وضعیت او درملنې د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.
ولسمشر غني ټپیانو ته له لوی خدای (ج) څخه د بشپړې روغتیا هیله وکړه او ورته وې ویل: ((ما د ګردېز له مشرانو او د قربانيانو له ورثې سره ټيلېفونې خبرې کړې او د خواخوږۍ او غمشریکۍ تر څنګ مې هغوی ته ډاډ ورکړ چې حکومت به ډېر ژر د خواجه حسن جومات د بیارغونې په برخه کې اقدام وکړي.))
ولسمشر د سردار محمد داوود خان روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپيانو د جدي څارنې او درملنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.
د يادونې ده، د جمعې په ورځ د ګردېز پر يو جومات د ځانمرګي بريد له امله ٣٤ کسان ووژل شول او تر ٩٠ زيات ټپيان شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي