برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ولسمشریزو ټاکنو نوماندان

آریانانوز: دیوراپورپه اساس د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان وایي، ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۲۳ مه د دارالامان اداري کمپلکس د بنسټ تیږه د کابل ښار په دارالامان سیمه کې کېښوده، په داسي حال کې چې دغه پروژه یوکال وړاندې د ښار او کور جوړولو وزارت مخکیني وزیر پرانیستې وه.
د تېر کال کب میاشت کې ولسمشر غني کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د دې روغتون د انتظار خونې ودانۍ پروژه پرانیسته، په داسي حال کې چې دغه یاده پروژه ۵ میاشتې له دې پرانیستنې مخکې د عامي روغتیا وزارت وزیر پرانیستې وه.
په ورته وخت کې، تېر کال د ولسمشر له لوري د ګل بهار سب ستیشن په داسي حال کې پرانیستل شو چې تر دې پرانیستې ۵ میاشتې مخکې د یادې پروژې عملي چاري پیل شوې وې.
د ولسمشریزو ټاکنو ځیني نوماندان په ولسمشر غني تور پورې کوي چې تر ټاکلي وخت وړاندې یې ټاکنیز کمپاینونه له دولتي امکاناتو څخه په ګټنې، پیل کړي دي.
د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماندان وایي چې ولسمشر غني هغو پروژو ته بیا ځلي پرانیست غونډې نیسي چی مخکې پرانیستل شوې وې.
د یادو نوماندانو د نیوکو په ځواب کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې د دې پروژې پرانیستل هیڅ ډول کمپایني بڼه نلري
ده وویل:“ د ښار جوړولو مخکیني محترم وزیر یو کال وړاندې د دار الامان اداري کمپلکس د مطالعې او ډیزاین برخه پرانیستې وه، چې د توپوګرافي په اړخ پورې تړاو لري، د دې کمپلکس زیربنایي چارې هغه مهال پرانیستل شوې وې، خو د یکشنبې په ورځ ددغې اداري ټولنې ( کمپلکس) د بنسټ تېږه کیښودل شوه“.

شریک یي کړئ!