برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

وزارتونه له سرپرست وزیرانو خلاصول

آریانانیوز: درسندیوپه راپورولسمشر غني د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره لیدنه کې ویلي، چې حکومت به د سرپرستې له حالت څخه باسي او وزارتونو ته به د ولسي جرګې په تصدیق وزیران ګماري
د ولسي جرګې مشر ښاغلي رحماني هم له ولسمشر غني غوښتي چې ولسي جرګې ته نوماند وزیران د رای اخیستنې په موخه ورمعرفي کړي تر څو وزارتونو کې د سرپرستۍ رسم ته د پای ټکې کېښودل شي
تېر د ملي یووالي حکومت کې ډېری وزارتونه د سرپرست وزیرانو لخوا اداره کېدل، چې دې چارې یو شمېر غبرګونونه له ځان سره درلودل
اوس هم یو شمېر کلیدي وزارتونه د سرپرست وزیرانو لخوا پر مخ وړل کېږي، خو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ تر سیاسي هوکړې وروسته او له نوي حکومت سره سم، یو شمېر نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي شوي دي.

شریک یي کړئ!