برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ دی , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

هندوستان ته د کام ایر ایرلاین الوتنو دوام

آریانانیوز: د کام ایر هوایی چلند شرکت د چارواکو په وینا ، هندوستان ته د شرکت الوتنې به د راتلونکي کال جنوري له میاشتې وروسته دوام وکړي...


دغه شرکت وايي چې له جنوري وروسته هندوستان ته د الوتنو د بیا پیل لپاره ورته جواز ترلاسه کړی دی.

له دې دمخه ، د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي و چې د کابل – ډیلي او ډیلي – کابل الوتنې د آریانا هوایی چلند پورې محدودې وې.

خو اوس د کامرون چارواکي وايي چې د افغانستان د هوایي چلند ادارې ژمنه کړې چې هند ته د دغه شرکت الوتنې جاري وساتي.

د کام ایر مرستیال ، فرید پیکار وویل: د هوانوردۍ څانګې د دې ستونزې د حل ژمنه کړې ده. او موږ د هندوستان هوایی چلند ادارې څخه د الوتنې جواز ترلاسه کړ.

شریک یي کړئ!