برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نېکولسن د داعش د «غټولو» هڅه کوي

آریانانیوز: طالبان وايي په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان هڅه کوي داعش ډلګۍ لویه معرفي کړي.


جنرال نېکولسن پرون رسنیو ته وویل، چې دوی د داعش پر وړاندې د طالب سرتېرو هڅونه کوي، چې طالبان يې د داعش لپاره تبلیغاتي زور بولي.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ويلي، هغه د دې لپاره دا څرګندونې کوي چې « یو ډول د داعش لپاره د اسلامي امارت د مجاهدینو په ضد تبلیغاتي توکي برابر کړي او مرسته ورسره وکړي.»
دوی په ننګرهار او جوزجان کې هم له داعش سره د امریکا مستقیمې همکارۍ یادې کړي او د هغو پېښو یادونه يې کړې، چې د داعش پر وړاندې په جګړه بوخت طالبان پکې بمبار شوي دي.
«امریکايي جنرال دې د داعش په وړاندې د چا جګړه نه هڅوي بلکې په ننګرهار او جوزجان کې دې له داعشیانو څخه د هوايي، لوجستيکي، استخباراتي او مطبوعاتي ملاتړ او پړسولو څخه لاس واخلي.»
طالبانو د اعلاميې په پای کې ولس ته په ډاډ کې د امریکا په څېر د داعشي جنګیالیو د ځپلو ژمنه تکرار کړې ده «اسلامي امارت خپل اولس ته ډاډ ورکوي، لکه څرنګه يې چې د اشغالګرو په مقابل کې جهاد او د آزادۍ مبارزې ته ملاتړلې همدا ډول به له امریکايي ملاتړ سره سره د داعش په نامه فتنه هم له منځه وړي او ملت به ترې ژغوري. ان شاءالله»
داعش هغه ډلګۍ چې له پیدا کېدو سره جوخت د ملي شورا ګڼو غړو، کارپوهانو او د چارو شنونکو د افغانستان، امریکا او پاکستان ګډه لوبه یاده کړه.

شریک یي کړئ!